پوهنتون کې د نیالگیو کښېنولو کمپاین پیل شو

Abdullah Saeed
Sat, Mar 15 2025 1:33 PM
SJAU

یاد کمپاین چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت تر چتر لاندې د چاپېریال ساتنې عمومي کمېټې او خدماتو آمريت په گډو هڅو د نږدې(۶۰۰) نيالگيو په کښېنولو سره پیل شو، چې نن ورځ یې د پوهنتون ريیس، مرستیالانو، پوهنځيو رييسانو او نورو مسؤلینو له لوري پرانیسته وشوه.

کمپاین د پرانیستې پر مهال د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نیالگیو کښېنولو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او هغه یې دوامداره صدقه وبلله او زياته يې کړه، چې د چاپېریال ښکلا، سمسورتیا او خوندیتوب د ټولو شريک مسؤلیت دی نو د دې لپاره بايد نیالگي کښېنوو او دوامداره ساتنه او پالنه يې وکړو. نوموړي همدارنگه د چاپېریال ساتنې عمومي کمېټې له غړو، خدماتو آمريت مسؤلینو او په کمپاین کې يې له بوختو کارگرانو او محصلينو څخه مننه وکړه، چې پوهنتون د ښېرازۍ لپاره هلې ځلې کوي. ورپسې د نیالگیو کرلو کمپاین پرانیسته وشوه او د پوهنتون مشرتابه غړو او نورو مسؤلینو په ټاکل شویو ځایونو کې نیالگي نهال کړل.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS