پوهنتون کې د شهيد محصل فاتحه واخيستل شوه

Abdullah Saeed
Wed, May 07 2025 3:08 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د ليليې په مسجد کې د شهيد محصل امان الله فاتحه واخيستل شوه او هم يې پاک روح ته د ایصال ثواب په موخه د قرانکريم ختم وشو.

د فاتحې او ختم په يادو مراسیمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو گډون کړی ؤ. د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نوموړي محصل شهادت يوه ستره ضايع وبلله او د شهيد کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او خواخوږو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل. د قرانکريم له ختم وروسته د شهيد روح د خوشحالۍ لپاره دُعاوې وشوې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS