پوهنتون کې د سيرت النبي ﷺ سيالۍ گټونکي محصلين د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
Wed, Dec 10 2025 2:33 PM
SJAU

ياده سيالي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د پوهنتون فرهنگي کمېټې په همکارۍ جوړه شوې وه، په ازموينه کې يې د پنځهگونو پوهنځيو شاوخوا(۲۸۰) تنو محصلينو برخه اخيستې وه.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلينو برخه لرله. پيل کې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ برياليو محصلينو ته مبارکي وويله او د سياليو له تنظيموونکو يې مننه وکړه. هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به د محصلينو د فکري روزنې په موخه دېته ورته نورې سيالۍ هم برابرې کړي. نوموړي وويل، چې د حضرت محمد د مبارک سیرت په مطالعې سره د مسلمانانو يقين پخېږي او ايمانونه يې پياوړي کېږي او له همدې سره د دعوت په لار کې د ستونزو پر وړاندې زغم زده کوي.

ورپسې د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي سراج الدين عمر منصور غونډې ته وينا وکړه او ياده برنامه يې د محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې لپاره گټور اقدام وباله. په پای کې د يادې سیالۍ مخکښو بریالیو محصلینو ته ډالۍ ورکړل شوې او غونډه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS