پوهنتون کې د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته يو ورځنی روزنيز سېمينار دایر شو.

Abdullah Saeed
Tue, May 13 2025 8:58 AM
ٍSJAU

د څېړنې او ژباړې په برخه کې دغه روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زارعت پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د اتم سمستر لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

د سېمينار په پرانيسته کې د زراعت پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي د څېړنې پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او د سېمينار له تنظيموونکو يې مننه وکړه. ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت د علمي مقالې ليکنې لارې چارې او د ژباړې اصول؛ موضوعات وار په وار تشريح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې برخه‌والو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS