پوهنتون رييس له کمپيوټرساينس او اقتصاد پوهنځيو څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Sat, Oct 11 2025 11:36 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د کمپيوټرساينس او اقتصاد پوهنځيو څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې په ترڅ کې د تدريسي او اداري چارو د ارزونې تر څنگ؛ د پوهنځيو د حاضرۍ کتابونه کنټرول کړل او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې حاضري بايد پر خپل وخت او اصولي ډول لاسليک شي او د استادانو او کارکوونکو د نه شتون په صورت کې بايد قانوني کړنې ترسره شي چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS