پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Dec 25 2024 2:19 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ناسته وکړه، چې په کې د علمي څېړنو آمر پوهندوی محمد رحيم خاکسار او پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې غړو برخه لرله.

پیل کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال د کمېټې غړو ته د علمي-څېړنيزو مقالو او کنفرانسونو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې او همداراز يې د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.

نوموړي د اړوندو پوهنځيو استازو ته لارښوونه وکړه، چې پوهنځي دې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري دايرېدونکو ملي او نړۍوالو کنفرانسونو ته د استادانو د سلنې پر بنسټ علمي مقالې وليکي.

تر بحث وروسته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS