پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز مشورتي بورډ ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Apr 22 2025 10:20 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز مشورتي بورډ د علمي چارو مرستيال او د پوهنتون سرپرست قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل او د بورډ نورو غړو په کې برخه لرله.

پيل کې قاضي عبدالهادي فضلي د ظرفيت لوړونې پروگرامونو پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې او دا روزنيزې برنامې يې د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو د مسلکي پرمختگ په برخه کې يوه اړينه او دوامداره پروسه وبلله.

ياده کاري ناسته چې له اجندا سره سم د روزنیزو برنامو پر ټاکنه، د روزونکو استادانو پر ستاينه او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو، د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS