پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
Tue, Jan 07 2025 2:17 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال او د ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل علي احمد بهار د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په حقوقي دعوو کې د قاضي د علم په اساس فیصلې کول) تر سرليک لاندې خپل علمي کنفرانس د ژوري هیئت په وړاندې ارایه کړ.

دغه کنفرانس چې په ننگرهار پوهنتون کې وړاندې شو په کې د ننگرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې ريیس پوهنیار قاضي خالد صداقت سربېره د ننگرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رهبرۍ او استادانو برخه لرله.

ياد کنفرانس د گډونوالو پوښتنو ته تر ځواب وویلو او ازاد بحث وروسته د ژوري هيئت په مثبتې ارزونې او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

Sun, Jul 26 2026 2:49 PM
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS