پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Thu, Sep 25 2025 3:47 PM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ وشوه، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو په کې برخه لرله.

پوهنتون د علمي چارو مرستيال د پرانیستې وینا پر مهال په اسلامي شريعت کې د شورا پر مقام، ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او ورپسې د پوهنتون مرستيالانو د وږي مياشتې کاري راپورونه له شورا سره شريک کړل او همداراز د تېرې علمي شورا د پرېکړو گزارش وړاندې شو.

په دغه کاري ناسته کې د پوهنځيو په کچه د ستراتيژيک پلانونو د ترتيب او تدوين، د روان سمستر شل سلنه(٪۲۰) ازموينو پیل، د وترنرۍ علومو پوهنځي ايجاد، په زراعت پوهنځي کې د ماسترۍ برنامې او د نباتاتو ساتنې ديپارتمنت ايجاد او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 11:54 AM
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS