پوهنتون د سپورت عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Jun 25 2025 2:28 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د سپورت عمومي کمېټې د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ ناسته وکړه، چې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم او د کمېټې غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د راتلونکو لوبو پر مهالوېش او د کرکټ لوبې روانو سياليو پای لوبې ته د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د محصلانو چارو مرستيال د سپورت عمومي کمېټې د کړنو او ښو فعالیتونو له امله د هغوی ستاينه او مننه وکړه او د سپورت پر ارزښت او گټو يې خبرې وکړې. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS