پوهنتون د ستراتيژيک پلان جوړونې بورډ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Thu, Jan 16 2025 8:03 AM
SJAU

ياده کاري ناسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي او د ستراتيژيک پلان بورډ غړو گډون درلود، چې د ستراتيژيک پلان پر نهايي طرحې تر بحث وروسته پرېکړه وشوه چې دا طرحه دې راتلونکې علمي شورا ته د تايید لپاره وړاندې شي.

پوهنتون د علمي چارو مرستيال په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنگ، د بورډ له غړو او ښکېلو خواوو څخه مننه وکړه چې د پوهنتون ستراتيژيک پلان په ترتيب کې يې هلې ځلې کړې دي. ياده ناسته د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS