پوهنتون د رييس په مشرۍ علمي شورا ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Nov 08 2023 3:13 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي شورا د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه.

۲۴، ربيع الثاني، ۱۴۴۵ هــ . ش

په دغه کاري ناسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو رييسانو او د دې شورا نورو غړو برخه لرله، چې د پوهنتون علمي – څېړنيزې مجلې(اند) لومړنۍ گڼې تاييد، د کرنې پوهنځي اړوند نباتاتو ساتنې د نوي ديپارتمنت پروپوزل، د محصلينو فراغت غونډو، د تاريخ، جغرافيه، رياضي او فزيک ديپارتمنتونو د محصلينو او د دعوت او ارشاد اړوند موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د پرانېستې وينا پر مهال د پوهنتون علمي او ادارې غړو له خدمتونو مننه وکړه او همداراز یې د چارو د لا ښه‌والي او چټکوالي سپارښتنه وکړه.

د يادې ناستې په ترڅ کې د پوهنتون علمي شورا غړو د نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او پرېکړې وکړې.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS