پوهنتون د رييس په مشرۍ رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Sun, Dec 01 2024 2:58 PM
SJAU

ياده کاري ناسته چې نن ورځ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځيو ريیسانو په کې گډون درلود او د روان سمستر ازموينو ته د چمتووالي، د سيرت او صورت برابرولو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تطبيق، پر خپل وخت د کاري راپورونو شريکول او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث او پرېکړې پرې وشوې.

شيخ عبدالمالک محسن د پرانیستې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ د يادو  موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د بحث په ترڅ کې د پوهنتون مشرتابه د دې موضوعاتو تر څنگ پر يو شمېر نورو بېلابېلو مسايلو بحث او پرېکړې وکړې.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

Sun, Jul 26 2026 2:49 PM
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS