پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ؛ پوهنتون د ستراتيژيک پلان جوړونې بورډ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Sep 23 2024 4:12 PM
SJAU

په ياده کاري ناسته کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او پوهنتون د ستراتيژيک پلان بورډ غړو گډون درلود چې په کې د ستراتيژيک پلان جوړونې لپاره د ترتيب شويو پوښتنليکونو په واسطه له بهرني او داخلي محيط څخه را ټول شوي معلومات تحليل او پر پايلو يې بحث او پرېکړې وشوې.

پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د ښه راغلاست ترڅنگ، د ستراتيژيک پلان د ترتيب پر اهميت او ارزښت خبرې وکړې او همداراز يې د بورډ غړو ته په دې تړاو لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

ورپسې د اقتصاد پوهنځي استاد او د ياد بورډ غړي پوهنيار عمران رفيق له لوري د تحليل شويو پوښتنليکونو پايلو او شننې په تړاو پرېزنټېشن وړاندې شو چې د بورډ غړو پرې بحث او پرېکړې وکړې.

غونډه د خير په دُعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS