پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Oct 22 2024 2:44 PM
SJAU

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د اداري برخې ځينيو آمرينو په کې گډون درلود؛ چې د روان سمستر تدريس بهير او ۲۰ سلنه ازموينو، د لوړو زده‌کړو مديريتي او معلوماتي سېستم، د تحصيلي نصاب بشپړ تطبيق، پوهنتون د استادانو او کارمندانو د ښارگوټي او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ د روان سمستر تدریسي بهير د لا ښه والي او د نورو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د بحث په ترڅ کې د پوهنتون مشرتابه د يادو موضوعاتو تر څنگ پر يو شمېر نورو بېلابېلو مسايلو بحث او پرېکړې وکړې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS