پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې د محصلانو چارو مرستيال په مشرۍ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Nov 25 2024 4:27 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې غړو پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ ناسته وکړه.

په یاده کاري ناسته کې په تېرو ازموینو کې پر رامنځته شويو ستونزو او حل لارو او همداراز د راتلونکې ازموینې د روڼتیا او لا معياري کېدو لپاره د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د محصلانو چارو مرستيال د ازموینو د عمومي کمېټې غړو د تېرو کړنو او فعالیتونو له امله ستاينه او مننه وکړه چې له کبله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوې دي. نوموړي همداراز د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې د اصولو او مقرراتو سره سم دې د راتلونکو ازموینو له پروسې څخه جدي څارنه وکړي.

د ازموینو عمومي کمېټې غړو د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې په منظمه توگه به د ازموینو د اخیستلو له بهیر څخه څارنه وکړي او له اصولو سره سم به ازموینې واخلي.

یاده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

Sun, Jul 26 2026 2:49 PM
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS