پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

Abdullah Saeed
Sun, May 19 2024 12:56 PM
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ تر سره شوه؛ د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق په گډون په کې د پوهنتون آمرينو او عمومي مديرانو برخه لرله.

په ياده کاري ناسته کې د ا.ا.ا مشرتابه عالي مقام د فرمانونو عملي کول، د حاضرۍ پابندي، په اداري چارو کې د سلسله مراتب مراعت، د نظام له پاليسيو سره سم د کارونو سرته رسول، په چارو کې اخلاص او چټکتيا، له بیت المال څخه اصولي او سالمه استفاده، له مراجعينو سره نېکه رویه او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون رييس د يادو موضوعاتو په هکله اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او همداراز يې د ناستې له ټولو گډونوالو وغوښتل چې د خپلو مسؤليتونو د اجراء په برخه کې نافذه اصول مراعت کړي.

Latest news

Thu, Jan 01 2026 2:19 PM
Background image

د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه. . .

Thu, Jan 01 2026 1:38 PM
Background image

کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه په بريالۍ توگه پای ته ورسېده

یاده ازموينه چې څلور ورځې یې د گډونوالو فاضلانو د بایومتریک معلوماتو ثبت او شپږ ورځې یې د ازموینو اخیستلو ته ځانگړې شوې وې؛ د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انگړ کې له نږدې(650). . .

Sat, Dec 27 2025 11:46 AM
Background image

په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینه پیل شوه

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په انگړ کې د پوهنتون عمومي رئيس او د دې ازموينې د مديره هيئت مشر الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علماوو شورای او د جهادي. . .

BACK TO NEWS