په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه پیل شوه

Abdullah Saeed
Sat, Jan 20 2024 2:43 PM
SJAU

ياده ازموینه نن ورځ د کونړ ولايت د سالارباغ په جامع مسجد کې د مرستيال والي الحاج مـ.ـولوي عبدالله حـ.ـقاني، د علماوو شورا رييس الشیخ مولوي عبدالقهار صديقي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د پوهنې رييس مولوي محيب الله حيدري، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رییس مفتي محمد یاسین، له کابل څخه د راغلي  پلاوي مشر مولوي صدرالدين سعد، د ممتحنو استادانو او د طالب العلمانو او فاضلانو په حضور کې رسماً پیل شوه.

د پرانيستې په مراسمو کې د کونړ مرستيال والي الحاج مـ.ـولوي عبدالله حـ.ـقاني دیني علماوو ته د دغه ستر فرصت برابرول د اسلامي نظام ښېګڼه یاده کړه او له ټولو گډونوالو یې وغوښتل چې خپلې وړتیاوې د اسلامي نظام د بقا او استحکام لپاره مصرف کړي.

د دې ولايت د علماوو شورا رييس الشیخ مولوي عبدالقهار صديقي د لوړو زده کړو او پوهنې له وزارتونو مننه وکړه چې علماء کرامو ته يې د دې لويې ازموينې زمينه برابره کړې ده.

د ازموينې گډونوالو ته د راغلي  پلاوي مشر او د پوهنې وزارت مالي او اداري رييس مولوي صدرالدين سعد د ازموينې په اړه لازم معلومات ورکړل او هغوی ته يې د پوره نظم سپارښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري په گډه د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو له(938) تنو څخه چې(329) تنه یې د عالمیې، (281) تنه د عاليې او (328) تنه د خامسې درجو فارغ فاضلان او طالب العلمان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې به ترې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه ازموينه واخېستل شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS