په پوهنتون کې د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي ورکشاپ داير شو

Abdullah Saeed
Tue, Jan 06 2026 2:22 PM
SJAU

ياد دوه ورځنی ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت، د تضمين کيفيت آمریت له لوري د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی دی، د پوهنتون رهبري، د پوهنځيو رئيسان، د پوهنتون اداري او کادري آمرين په کې برخه لري.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د تضمين کيفيت پروسې د اهميت او ارزښت په اړه يې هراړخيزې خبرې وکړې. نوموړي د ورکشاپ له گډونوالو وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي. هغه وويل، دا چې هر بنسټ د تکامل مرحلې ته په تدريجي ډول رسېدلی شي نو د دې نويو معيارونو په پلي کېدو سره کولی شو د پوهنتون اداره د بشپړ علمي اعتبار مرحلې ته ورسوو او د دې لپاره بايد هر مسؤل په خپله برخه کې په پوره اخلاص سره کوشش وکړي او ورسپارل شوی مسؤليت په ښه شان سره اداء کړي.

د يادونې وړ ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د تضمین کیفیت آمر پوهنيار انتظار صديقي له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د دوه ورځو په ترڅ کې به د ورکشاپ برخهوالو ته د تضمين کيفيت نوي چوکاټ مطابق د پوهنتون علمي، اداري، تخنيکي او نورو برخو اړوند د هر معيار موخې، د ارزونې مېتودونه او د پلي کېدو لارې چارې په تفصيل سره تشرېح او روښانه کړي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS