په سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لگښت درې پروژې پرانیستل شوې

Abdullah Saeed
Sun, Dec 17 2023 9:23 AM
SJAU

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پرانیستې.

یادې پروژې چې د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د حفظ  او مراقبت پروژې او یوه اداري ودانۍ، داخلي سړکونو ترمیمات او ‏۴۰پایې کمپیوټر لب پېرل په کې شامل دي، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه تکمیل او د دغه وزارت سرپرست له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب یوې سترې ولسي غونډې ته، چې د کونړ ولایت مرستیال والي، امنیې قومندان، د جهادي مدرسې شیوخ کرامو، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه پلاوي او قومي مشرانو په کې گډون کړی و، وینا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د ا.ا.ا مشرتابه د هېواد تحصیلي ډگر د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او تر نورو برخو یې ډېره بودیجه ورته ځانګړې کړې ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان خپلواکۍ ته په اشارې سره وویل: "هېڅ بهرني هېواد ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي، اوسمهال افغانستان واحد قیادت لري، د افغانستان ‏خلک د ورورولۍ او یووالي په فضاء کې د یو بل تر څنګ ژوند کوي، ډلې او گوندونه نشته، فساد، غلا او رشوت په کې ختم شوي دي او د چا مرستې او پور ته اړتیا نه لري" .

 د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د پوهنتون لاسته راوړنې او ستونزې يې ورسره شريکې کړې، چې د هغوی له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS