په تحصيلي برخه کې د نظام له هڅو او لاسته راوړنو ولسونه خوښ او قدرداني يې کوي

Abdullah Saeed
Sat, May 09 2026 4:18 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولايت د قومي مشرانو له يو پلاوي سره په کتنه کې د پوهنتون د علمي او پرمختيايي چارو په تړاو خپل پلانونه او پرمختگونه شريک کړل.

په دې ناسته کې قومي مشرانو د پوهنتون د علمي کچې لوړوالي، د محصلينو لپاره د مناسب تدريسي چاپېريال رامنځته کولو او د لوړو زده کړو د لا پياوړتيا په تړاو خپل نظرونه او وړانديزونه د پوهنتون له رهبرۍ سره شريک کړل او ډاډ يې ورکړ چې د پوهنتون د پرمختگ او علمي ودې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. قومي مشرانو په خپلو خبرو کې له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د دوامدارې او ځانگړې پام‌لرنې له امله مننه او قدرداني وکړه.

د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د قومي مشرانو له راتگ، همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د ديني جامعاتو او پوهنتونونو پياوړتيا د ټولنې د ترقۍ مهم اساس دی او د پوهنتون اداره دوامداره هڅه کوي، چې د لا معياري زده کړو، څېړنې او سالمې علمي فضا د رامنځته کولو په برخه کې چټک گامونه واخلي. د ناستې په پای کې د پوهنتون د پرمختگ او علمي ودې په برخه کې په گډو هڅو او دوامداې همکارۍ ټينگار وشو.

Latest news

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

Tue, Aug 18 2026 2:46 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS