وزارت د څارنې او ارزونې رياست پلاوي د پوهنتون له مشرتابه سره وليدل

Abdullah Saeed
Sat, Nov 18 2023 11:44 AM
SJAU

لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مقام د حکم پر بنسټ د ياد وزارت د څارنې او ارزونې رياست ټاکل شوي پلاوي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

۴مه، جمادی الاول، ۱۴۴۵ هــ . ق

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوي به کونړ ولايت ته د دې کاري سفر په ترڅ کې د پوهنتون له علمي، محصلانو او مالي او اداري چارو څخه څارنه وکړي او د ياد تحصيلي بنسټ د مشرتابه، استادانو او محصلینو ستونزې او وړاندیزونه به واوري او د حل په موخه به يې د وزارت له محترم مقام سره شریک کړي.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ستونزو د حل په برخه کې يې له نوموړي پلاوي څخه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د هغوی له لوري هم ډاډ ورکړل شو.

د يادونې وړ ده چې دا پلاوی به له ټاکل شوي پلان سره سم د دې علمي بنسټ تحصیلي او اداري چارې هم وارزوي او پايلې به یې د لوړو زده کړو وزارت له محترم مشرتابه سره شريکې کړي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS