نوښتگرو محصلينو ته د مصنوعي ځيرکتيا په هکله معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Sun, May 17 2026 2:03 PM
SJAU

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري ترتيب شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو نوښتگرو محصلينو ته د پوهنتون په مسلکي پرمختيا مرکز کې وړاندې شو، چې پرمهال يې د ياد پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام د موضوع په تړاو محصلينو ته هر اړخيز او ارزښتمن معلومات وړاندې کړل. نوموړي له محصلينو سره د مصنوعي ځيرکتيا د پېژندنې، ډولونو، سالمې کارونې، فرصتونو، زيانونو او اغېزو په هکله تفصيلي معلومات شريک کړل. په پای کې د محصلينو پوښتنو ته د سېمينار وړاندې کوونکي استاد له لوري هم لازم ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

Tue, Aug 18 2026 2:46 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS