لوړو زده کړو سرپرست وزیر کونړ ولايت ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
Mon, Nov 04 2024 5:12 PM
SJAU

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کونړ ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، په سید جمال الدین افغاني پوهنتون (کونړ) کې څو مهمې پروژې منظورې کړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کونړ ولایت ته په رسمي سفر کې د یاد پوهنتون څخه د لیدنې تر څنګ، د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون د علمي شورا له غړو، د شرعیاتو پوهنځي او اسلامي ثقافت استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یادو ناستو کې د لوړوزده کړو وزارت وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت به د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او معیاري کولو په برخه کې هغه څه چې په توان کې لري ونه سپموي.

هغه دغه راز د یاد تحصیلي نهاد له استادانو وغوښتل چې د محصلینو فکري او عقیدوي روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو بچیانو په شان یې په روزنه کې هڅې وکړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم همدارنګه د یاد پوهنتون لپاره د فلزي کټارې په واسطه د لیلیې د احاطې، محصلینو لپاره د څښاک اوبو د ذخیرې، شرعیاتو پوهنځي لپاره د ځای مشخص کول او یو شمېر نورې مهمې پروژې منظورې کړې.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په وزارت کې د خپل مسؤلیت له لومړیو ورځو څخه د مرکزي تحصیلي نهادونو او دیني جامعاتو څخه د لیدنې، څارنې او ستونزو د حل ترڅنګ؛ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفرونه کړي او پر مهال یې د هېواد د تحصیلي نهاونو او دیني جامعاتو زیاتره ستونزې هوارې شوي دي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS