له ښوونې او روزنې پوهنځي ۲۱۲ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

Abdullah Saeed
Tue, Aug 05 2025 1:18 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اتو بېلابېلو ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په دولسمه دوره کې(۲۱۲) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې مناسبت د پوهنتون تالار کې په جوړې شوې لويې پرتمنې غونډه کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، کونړ ولايت د ځېنيو ادارو مشرانو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستيال پوهندوی عبدالعظيم صديقمل د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن وويل، چې د دې گڼو محصلينو فراغت موږ ته د هېواد د ابادۍ پيغام راکوي نو په کار ده چې دوی خپله حاصله کړې پوهه په پوره ایماندارۍ تر نورو ورسوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د نظام او په ځانگړي ډول د لوړو زده‌کړو وزارت له وروستيو لاسته‌راوړنو يادونه وکړه چې له امله يې په تحصيلي ډگر کې د تېر پرتله د پام‌وړ ښه‌والی راغلی دی.

غونډې ته د کونړ ولايت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رييس مفتي محمد ياسين حقپرست، فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازۍ حاجي محمودشاه او د محصلينو په استازيتوب ذبيح الله حيدري هم ويناوې وکړې. پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS