له ښوونې او روزنې پوهنځي نږدې دوه سوه اویا تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
Tue, Aug 27 2024 4:51 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د لېسانس په کچه تر لوړو زده‌کړو وروسته(۲۶۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

په همدې مناسبت د پوهنتون تالار کې په جوړې شوې لويې پرتمنې غونډه کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولایت د علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي، د ياد پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، کونړ ولايت د ځېنيو ادارو مشرانو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار خليل الله حنيف د ښه راغلاست ترڅنگ؛ په پرانیستونکې وینا کې ياد پوهنځی د معارف د ابادۍ لپاره پُل وباله او همداراز يې فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن وويل: د دې گڼو محصلينو فراغت موږ ته د هېواد د ابادۍ پيغام راکوي نو په کار ده چې دوی خپله حاصله کړې پوهه په پوره ایماندارۍ تر نورو ورسوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او هغوی يې لا نورو لوړو زده‌کړو ته وهڅول.

د کونړ ولایت علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي غونډې ته په خپله وينا کې لوستی ځوان د ټولنې مهم ضرورت وباله او فارغېدونکي محصلين يې مخاطب کړل چې پر خپلو وړتياوو باور وکړي او هېواد د ابادۍ معماران جوړ شي.

غونډې ته کونړ ولايت د محاکمو رييس مولوي عزيز الرحمن ياسر، د حج او اوقافو رييس الحاج مولوي محمد رحيم مذهبي، د پوهنې رييس مولوي محيب الله حيدري، د ښاري محکمې رييس مولوي محمد ايوب قلم او فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازيتوب مولوي عبد البشير ذاهد هم ويناوې وکړې.

پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، پوهنتون د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS