له غزني پوهنتون سره د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

Abdullah Saeed
Wed, Nov 05 2025 3:05 PM
SJAU

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون او د غزني پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او اکادمیکو همکاریو هوکړهلیک د دواړو پوهنتونونو د مسؤلینو له لوري په غزني پوهنتون کې لاسلیک شو.

پیل کې د غزني پوهنتون عمومي ريیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه او زیاته یې کړه چې د پوهنتونونو ترمنځ دا ډول همکارۍ زموږ د هېواد د علمي او څېړنیز پرمختگ بنسټ جوړوي. موږ باور لرو چې د گډو علمي پرو گرامونو، د استادانو او محصلینو د تبادلې، او د گډو څېړنو له لارې به د دواړو پوهنتونونو کچه لا پسې لوړه شي.

په ورته وخت کې، د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي د غزني پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه؛ او دارنگه یې د تفاهملیک او د پوهنتونونو ترمنځ د گډو علمي همکاریو په اهمیت خبرې وکړې او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تفاهمنامې لاسلیک یې یو مهم گام وباله او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کوو چې له غزني پوهنتون سره د علم، څېړنې، د کیفیت لوړونې او د نوي علمي نسل د روزنې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.

دغه هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د علمي اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلې تجربې د شریکولو او د علمي همکارۍ د یو نوي فصل پیل گڼل کېږي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS