له شرعياتو پوهنځي ۱۴۵ تنه محصلين فارغ شول

Abdullah Saeed
Mon, Nov 20 2023 3:07 PM
SJKU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه ۱۴۵ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د ياد پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف پرانیستونکې وینا وکړه او فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپله وینا کې فارغېدونکي محصلين مخاطب کړل، چې اوس تاسو د مسؤليتونو پړاو ته داخل شوئ، نو ټولنې ته د خدمت په برخه کې خپل مسؤليت په پوره ايماندارۍ او صداقت سره ادا کړئ.

نوموړي د پوهنتونونو په چوکاټ کې شرعياتو پوهنځی يوه لويه ديني مدرسه وبلله او د محصلينو کورنيو ته یې ډاډ ورکړ، چې اولادونه يې په اسلامي روحيه روزل شوي دي.

غونډې ته د کونړ ولايت د محاکمو رييس مولوي عزيزالرحمن ياسر، د والدينو په استازۍ مولوي محمدنسيم او د فارغېدونکو محصلينو په نماينده ګۍ قاري احمدشاه هم ويناوې وکړې.

پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته غونډه د شرعياتو پوهنځي د استاد پوهندوی عطاءالله حسامي پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS