له شرعياتو پوهنځي څخه ۷۲ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

Abdullah Saeed
Thu, Jun 25 2026 12:56 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له دوو څانگو(فقه او قانون او اسلامي تعليماتو) څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو ديني او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۷۲) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، کونړ د ځېنو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپله وینا کې فارغېدونکي محصلين مخاطب کړل، چې اوس تاسو ته ډېر مهم مسؤليت متوجه شو نو په سرته رسولو کې يې له اخلاص او صحيح نيت څخه کار واخلئ. نوموړي هغوی ته د لا نورو تخصصي-لوړو زده‌کړو او پراخې مطالعې لارښوونه وکړه او زياته يې کړه چې په خپل زده‌کړي علم عمل وکړي او په حکمت سره د حق رېښتينې لارې ته نور خلک دعوت کړي.

غونډې ته د کونړ ولایت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ عبدالقهار صديقي، د پوهنتون علمي مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو مرستيال مفتي شېر افضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې د علم ارزښت او اهميت بيان کړ او فارغېدونکو محصلينو ته يې مبارکي وويله او همداراز يې هغوی ته د لا نورو لوړو زده‌کړو سپارښتنه وکړه او تر فراغت وروسته مسؤليت ته يې متوجه کړل. ورپسې فارغانو ته د مسؤلينو، استادانو او مېلمنو له لوري اسناد ووېشل شول.

د يادونې وړ ده چې په دې فراغت‌غونډه کې د اسلامي تعليماتو څانگې ۲۸ تنو فارغېدونکو محصلينو ته د فراغت رسمي تحصيلي اسناد(ديپلوم او ترانسکرېپت) ورکړل شول، چې د پوهنتون رهبرۍ له لوري د ستاينليکونو په ورکړې سره، د دې نوښتيزې چارې د ترسره کوونکو مسؤلينو قدراني هم وشوه.

Latest news

Wed, Oct 07 2026 11:50 AM
Background image

ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د ممتازو محصلينو د ستاينې او نويو شامل شويو محصلانو د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې او اقتصاد پوهنځيو د تېر درسي فصل ممتازو محصلانو لپاره د ستاينې او نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې جلا جلا. . .

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS