له اقتصاد پوهنځي۹۶ تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

Abdullah Saeed
Mon, Aug 04 2025 3:08 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له دوو ديپارتمنتونو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي زده‌کړو وروسته په اتمه دوره کې(۹۶) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې موخه ترتيب شوې غونډه کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننگرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت، کونړ ولايت د ځېنيو ادرو مسؤلينو او مېلمنو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، د پوهنتون اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ فارغېدونکو محصلينو ته په خطاب کې وويل؛ د ځوانانو او ملي پرمختگ ترمنځ قوي اړيکه شتون لري، هېواد د پرمختگ څرخ د دې قشر په لاس کې دی، چې څومره دوی خلاق، مبتکر او گټور وي، ټولنه به مو بډايه وي.

ورپسې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او هغوی يې مخاطب کړل چې په خپله حاصله کړې پوهه، تجربو او وړتياوو باور وکړي او د هېواد په اقتصادي وده کې خپل مسؤليت په ښه ډول اداء کړي.

غونډې ته شیخ شاکرالله وحدت د لوړو زده‌کړو وزارت په استازيتوب په خپلو خبرو کې د نظام او په ځانگړي ډول د لوړو زده‌کړو وزارت له وروستيو لاسته راوړنو يادونه وکړه چې له امله يې په تحصيلي نظام کې د تېر پرتله د پام‌وړ ښه‌والی راغلی دی.

په غونډه کې کونړ ولايت د اقتصاد رييس مولوي عبدالله همت، فارغېدونکو محصلينو د کورنيو په استازۍ قاري نجيب الله روحاني او د محصلينو په نماينده‌گۍ لياقت خان صافي هم ويناوې وکړې. پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته غونډه د کونړ ولايت د صنعت او سوداگرۍ رييس مفتي محمد طيب يوسف پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS