سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې نويو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډو لړۍ پيل شوه

Abdullah Saeed
Mon, Sep 02 2024 2:39 PM
SJAU

نن ورځ د شرعياتو پوهنځي خپلو نويو شامل شويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه کړه، چې په کې د پوهنځي مشرتابه، استادانو او محصلينو برخه لرله.

د ياد پوهنځي استادانو له لوري د پوهنتون او پوهنځي تشکیلاتي جوړښت، پوهنتوني چاپېریال، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، د ليليې مقررې، تاجیل، منفکۍ، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو، کتابتون، کمپيوټر لب او نورو اړونډو موضوعاتو په اړه چمتو کړي پرېزنټېشنونه وړاندې شول.

د يادونې ده چې د دې پوهنتون اړوند نور پوهنځي به هم له ټاکل شوي مهالوېش سره سم خپلو نويو شامل شويو محصليونو ته د ښه راغلاست او پوهنتوني چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډې را وبولي.

هېره ده دې نه وي چې په سږ کال کانکور ازموينه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځهگونو پوهنځيو ته نږدې(۱۳۰۰) تنه محصلين بريالي شوي دي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS