سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د علمي مقالې ليکنې د تدوين لارې چارې تر سرليک لاندې يو ورځنی علمي کنفرانس وړاندې شو

Abdullah Saeed
Wed, Jan 17 2024 8:47 AM
SJAU

په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د نورستان لوړو زده‌کړو مؤسسې استادانو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ وويل: د اسلام مبارک دين پر تحقيق او څېړنه ټينگار کوي او عقل هم پر دې حکم کوي چې انسان بايد د ښه ژوندانه لپاره خپل چاپېريال برابر کړي؛ چې دا کار په تحقيق او څېړنې سره کېدای شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ياد کنفرانس له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د داسې علمي کنفرانسونو لړۍ به جاري وساتي.

د غونډې په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي(په اجتماعي علومو کې د علمي مقالې ليکنې د تدوين لارې چارې) او د زراعت پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور اتل حميدي(په طبيعي علومو کې د علمي مقالې ليکنې د تدوين لارې چارې) تر سرلیکونو لاندې خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

غونډه د خير په دُعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS