سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د اتم سمستر محصلينو ته يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو.

Abdullah Saeed
Sat, Jul 06 2024 12:08 PM
SJAU

شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون دیپارتمنت اتم سمستر محصلینو ته د(مونوگراف ليکنې عملي لارښود) تر سرليک لاندې يو ورځنی سېمینار داير شو چې په کې د څېړنې او ليکنې؛ کړنلاره او اصول تشريح شول.

ياد روزنیز سېمینار د فقهې او قانون دیپارتمنت استاد پوهنمل محمد سليم کريمزي له لوري وړاندې شو چې گډونوالو يې پر دایرېدو خوښي وښوده.

د یادونې ده، چې د شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو دیپارتمنت اتم سمستر محصلینو ته هم د ياد سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار پلان شوی چې په روانه اونۍ کې به داير شي.

Latest news

Thu, Feb 19 2026 1:08 PM
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله او پر يو. . .

Thu, Feb 19 2026 9:40 AM
Background image

د پوهنتون محصلينو ته د رمضان المبارک مياشتې د فضيلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله.. . .

Wed, Feb 18 2026 12:04 PM
Background image

د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة النساء افتتاح وشوه

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې نن ورځ د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي عبيدالله نعماني له لوري د سورة النساء. . .

BACK TO NEWS