سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Sat, Aug 05 2023 1:33 PM
SJAU

په ياده ناسته کې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د پوهنځيو ريیسانو او د ازموینو د مرکزي کمېټې مشر ګډون درلود چې په کې د تېر بهاري سمستر د ازموينو ګزارش، راتلونکي خزاني سمستر ته د چمتووالي، د تحصيلي نصاب بشپړ تطبيق او نورو بېلا بېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د ښه راغلاست ترڅنګ، د طبیعي علومو په ملي سمپوزیم کې د ګډون په پار خوست ولايت ته د علمي سفر په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او یاد سفر یې ګټور او د لاسته راوړنو ډک وباله.

نوموړي د ازموینو کمېټې د کړنو او فعالیتونو مننه وکړه چې له امله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوې دي او همدا راز يې د

راتلونکي سمستر د تدریسي بهير د لا ښه والي او د نورو موضوعاتو په پار اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

SJAU

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهنمل نورالحق حليمي د تېر بهاري سمستر د ازموينو ګزارش د پوهنتون مشرتابه ته وړاندې کړ او زياته يې کړه چې د کمېټې د غړو په مرسته يې د ازموینو د اخیستلو له بهیر څخه په منظمه توګه څارنه کړې ده.

د بحث په ترڅ کې د پوهنتون مشرتابه د يادو موضوعاتو تر څنګ پر يو شمېر نورو بېلا بېلو مسايلو بحث او پرېکړې وکړې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS