سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د تخار پوهنتون په ملي کنفرانس کې درېيم مقام خپل کړ

Abdullah Saeed
Thu, Oct 31 2024 10:57 AM
SJAU

کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون«د افغانستان په دوامداره پرمختگ کې د طبیعي زېرمو د مدیریت رول» په ملي کنفرانس کې درېيم مقام خپل کړ.

ياد ملي کنفرانس چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري په تخار پوهنتون کې جوړ شوی ؤ، د هېواد په کچه بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو مقالې وراستولې وي، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مقالو په کې درېيم مقام خپل کړ.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداره د دې لوړ علمي وقار د ترلاسه کولو په پار په ټوله کې افغان ولس او په ځانگړي ډول د پوهنتون ټول زيارکښ پرسونل ته مبارکي وايي.

د يادونې ده چې د دې علمي بنسټ استادانو په تېر کې هم د علمي مقالو د محتوا او شمېر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کار په ملي کنفرانس کې لومړی، د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون په اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس کې دویم، د بدخشان پوهنتون د سیاحت په اړه جوړ شوي ملي کنفرانس کې پنځم او د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون د ښوونې او روزنې پرمختیايي په ملي کنفرانس کې اووم مقام تر لاسه کړی ؤ.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS