سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرايیه مديرانو ته د لوړو زده کړو زده‌کړييز مديريتي سېستم(HELMS) په اړه يو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

Abdullah Saeed
Sat, Dec 09 2023 2:25 PM
SJAU

دغه روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون برېښنايي زده کړو مرکزي کمېټې په نوښت، د مسلکي زده کړو په پرمختیایي مرکز کې جوړ شوی ؤ، د پوهنتون اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرايیه مديرانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل ورکشاپ له برخه‌‌‌‌والو د فعال گډون غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو زده‌کړييز مديريتي سېستم(HELMS) په اړه د داير شوي ورکشاپ روزنيزې چارې د پوهنتون برېښنايي زده کړو د مرکزي کمېټې مشر پوهنيار خالد شينواري له خوا پر مخ وړل کېدې.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

Sun, Jul 26 2026 2:49 PM
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS