د کرنې پوهنځي محصلينو د کابل او باميان ولايتونو ته علمي سفر پيل کړ

Abdullah Saeed
Wed, Nov 06 2024 2:45 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت محصلینو د ۴ تنو استادانو په لارښوونه د کابل او باميان ولايتونو ته په يو علمي سفر ولاړل.

په دې علمي سفر کې به محصلين د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي، د کابل ژوبڼ، بادام باغ، قرغې بند، باميانو ته پر لار د پروان ولايت له گل غونډۍ، شېبر او اجر درو له نباتي پوښښ او وحشي ژیو، بند آمير، د باميان پوهنتون له کرنې پوهنځي او له نورو بېلابېلو ساتل شويو سېمو، څېړنيزو مرکزونو او طبيعي سرچينو څخه لیدنې ولري او د خپلو کوربنو په مرسته او د ياد پوهنځي د استادانو په لارښوونه به عملي او چاپېريالي مشاهدې وکړي.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS