د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
Wed, Dec 17 2025 9:44 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې استاد پوهنمل شېرازخان رشيدي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(د درملو فارماکولوژيکي شکلونو ارزونه او د هغوی د کارونې لارې) تر سرليک لاندې خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ.

دغه علمي کنفرانس چې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو او د پوهنتون استادانو پر وړاندې ارایه شو، له ازاد بحث او د ژوري هيئت تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

د يادونې وړ ده چې نوموړي استاد د يادې ترفيع په موخه خپل لومړی علمي کنفرانس(د يو اتوم الکتروني کنفيگوريشن د ليکلو مېتودونه) سرليک لاندې وړاندې کړی ؤ چې هغه هم د ژوري هيئت له لوري مثبت ارزول شوی دی.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS