د پوهنتون اړوند د ښوونې او روزنې پوهنځي نوی ريیس د یاد پوهنځي استادانو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو

Abdullah Saeed
Wed, Oct 02 2024 12:07 PM
SJAU

پوهنيار مولوي خانزاده حنفي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د نوي ريیس په توګه د نوموړي پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري په داسې حال کې چې د پوهنتون مرستيالانو او د نورو پوهنځيو رييسانو یې ملتیا کوله، رسماً د ياد پوهنځي استادانو او منسوبينو ته ور وپېژندل شو.

پوهنتون رييس د معرفت په يادو مراسمو کې، دنده د شریعت له نظره یو مسئولیت او امانت ياد کړ او نوي ريیس ته یې له اصولو او مقرراتو سره سم د چارو د ترسراوي سپارښتنه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د مخکېني رييس پوهنيار خليل الله حنيف له خدمتونو او کوښښونو ستاينه او مننه وکړه.

د ښوونې او روزنې پوهنځي نوي ريیس هم په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام، د لوړو زده‌کړو وزارت محترم مقام او پوهنتون د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه او د چارو د ښه ترسره کولو ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS