د پوهنتون استادانو ته په تدريس کې د معلوماتي ټکنالوژۍ مؤثرې کارونې په تړاو روزنيز سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Wed, Mar 04 2026 1:35 PM
SJAU

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون لسگونو استادانو په کې برخه لرله.  په پيل کې د مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او ورپسې د کمپيوټرساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژی څانگې آمر پوهنيار خالد شينواري له لوري په تدريس کې د کارېدونکو ټکنالوژيو اغېزناکه کارونه او همداراز د ګوګل ډېر کارېدونکو اپليکيشنونو مؤثرې کارونې پر موضوعاتو چمتو شوي پرېزېنټېشنونه وړاندې شول او د گډونوالو پوښتنې يې هم ځواب کړې.

Latest news

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

Tue, Aug 18 2026 2:46 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS