د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي درې ورځنی سېمينار پيل شو

Abdullah Saeed
Mon, Aug 11 2025 2:34 PM
SJAU

دغه درې ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت د شرعياتو پوهنځي په همکارۍ او د فرهنگي چارو کمېټې په هلو ځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې داير شو؛ د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله.

پيل کې د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او په پوهنتونونو کې يې د دا ډول علمي پروگرامونو دايرېدل مهم او گټور وبلل. نوموړي زياته کړه چې ټول مسؤلين او منسوبين پر دې مکلف دي چې د مشرتابه عالي مقام پر حکمونو او فرمانونه ځانونه پوه کړي او د ټولنې نورو وگړو ته يې ورسوي.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپلو خبرو کې اطاعت او وحدت د ټولنې د هوساينې لپاره ډېر مهم وبلل او زياته يې کړه؛ دا چې د مشرتابه عالي مقام له لوري ټول حکمونه او فرمانونه د اسلامي شريعت په رڼا کې صادرېږي نو په مسلمه امت يې منل واجب دي.

د سېمينار په لومړۍ ورځ د پوهنتون علمي څېړنو آمر او د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د ياد فرمان لومړۍ برخې په اړه چمتو کړي معلومات ارايه کړل او مادې يې وار په وار تشريح کړې او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS