د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د عقودو قانون په هکله د پوهاوي درې ورځنی سېمينار پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
Wed, Aug 20 2025 2:36 PM
SJAU

دغه سېمينار چې د لوړو زدهکړو وزارت په لارښوونه د ياد پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونيت په نوښت داير شوی ؤ؛ د پوهنتون رهبرۍ او اداري کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه.

د عقودو قانون چې د مشرتابه عالي مقام په(۳۶) گڼه فرمان سره توشېح شوی، د پوهاوي او تشرېح سېمينار په لړ کې يې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د درې ورځو پر دوام د ياد قانون ټولې مادې وار په وار تشرېح شوې او د گډونوالو پوښتنې يې هم ځواب کړې. نوموړي په خپلو بيانونو کې لارښوونه وکړه چې ټول بايد د مشرتابه عالي مقام فرمانونه او حکمونه په بشپړ ډول په خپلو ورځنيو چارو کې پر ځان عملي کړي. دغه سېمینار چې درې ورځې وړاندې پیل شوی ؤ، نن ورځ د ياد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

د يادونې ده چې د سېمينار برخه‌والو د ياد سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS