د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله روح د خوشحالۍ لپاره د قرانکريم ختم وشو

Abdullah Saeed
Wed, Apr 30 2025 12:40 PM
SJAU

دغه ختم چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې په مسجد کې د ماښام ترلمانځه وروسته وشو، د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، استادانو، کارمندانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ او د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله روح ته يې له ختم وروسته دُعاء وکړه.

د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ټولې اسلامي نړۍ افتخار وباله او په پای کې د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله روح د خوشحالۍ او اسلامي امارت د استحکام او بریالیتوب دُعاوې وشوې.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 10:49 AM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي، د مالي او حسابي چارو آمر قاري عمر شاهين او د نشراتو عمومي مدير عبدالله. . .

Thu, Nov 13 2025 3:05 PM
Background image

پوهنتون د اداري شورا په ناسته کې د حاضرۍ پر پابندۍ او د چارو په چټکتيا ټينگار وشو

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه؛ د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د يادې شورا نورو غړو په کې برخه لرله.

پوهنتون رييس. . .

BACK TO NEWS