د مالي او اداري چارو مرستيال د پوهنتون له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Sat, Jun 14 2025 3:15 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي او د ليليې عمومي مدير مولوي نسيم الله په ملتيا د ليليې له پخلنځي او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د ليليې مسؤلينو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د خوړو کيفيت او د چاپېريال نظافت ته جدي پاملرنه وکړي. د يادې ليدنې ترڅنگ د مالي او اداري چارو مرستيال د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينې د محلونو د ترتيب او تنظيم له چارو څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې چې د هغوی له لوري ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

Mon, Jul 27 2026 3:38 PM
Background image

له زراعت پوهنځي څخه ۸۹ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له درېوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر لوړو زدهکړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۸۹) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په. . .

Sun, Jul 26 2026 2:49 PM
Background image

له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۲۵۰ تنه محصلين فارغ او د لومړي ځل لپاره په فراغت‌غونډه کې رسمي تحصيلي اسناد ورکړل شول

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له اوو(۷) بېلابېلو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په ديارلسمه دوره کې(۲۵۰) تنه محصلين فارغ او. . .

BACK TO NEWS