د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
Thu, Jun 18 2026 2:17 PM
SJAU

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد پوهنځي استادانو او محصلينو گډون کړی ؤ.

غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپله وينا کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی په لاسته‌راوړنو او هلوځلو يې خوښي او خوشحالي وښوده. نوموړي محصلينو ته وويل چې نظام او ولس له تاسو لوی اُمېدونه لري نو په خپل علم او استعداد سره په ټولنه کې د پوهنتون نوم روښانه کړئ.  الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې د علم مقام، ارزښت او اهميت بيان کړ او محصلين يې مخاطب کړل، چې د خپلو مشرانو او استادانو احترام او قدر وکړي او د نعمتونو شُکر اداء کړي.

په غونډه کې د محصلانو مرستيال محصلينو ته د وخت سالم مديريت په تړاو لازمې لارښوونې وکړې او ويې وويل، چې په علم کې د امتياز حاصلول تصادفي نه دي، چې ډېره خواري او کوشش غواړي نو ټول بايد د خپلو استعدادونو، فرصتونو او وخت قدر وکړئ. غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته؛ د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

Tue, Aug 18 2026 2:46 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS