د سيرت النبي ﷺ سيالۍ په ازموينه کې د برخه‌والو محصلينو د پام وړ!!

Abdullah Saeed
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري په ترسره شوې د سيرت النبي ﷺ په سيالۍ کې يې ازموينه ورکړې وي، خبر ورکول کېږي چې سبا د چهارشنبې پر ورځ د 19/جمادي الثاني/1447 هـ .ق نېټه چې د 19/قوس/1404 هـ .ش نېټې سره سمون لري، د سهار پر 10:00 بجو د ياد پوهنتون اړوند د سالارباغ ساحې د غونډو په تالار کې يې نتايج اعلانېږي، ټول برخه‌وال محصلان دې خبر وي.

Latest announcements

Wed, Apr 01 2026 12:02 PM
Background image

کتاب لوستنې سيالۍ ته د نومليکنې خبرتيا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونيت پلان لري، چې د کتابتون عمومي مديريت په چوکاټ کې د کتاب لوستنې سيالي ترسره کړي، په دغې سيالۍ کې به درېيو لومړنيو گټونکو ته ډالۍ . . .

Wed, Apr 01 2026 11:39 AM
Background image

د مقاله ليکنې سيالۍ خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په پام کې لري، چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په هکله د(۱۷مه) گڼه فرمان د ښه تطبيق او پوهاوي په موخه د پېنځه‌گونو پوهنځيو . . .

Mon, Feb 02 2026 12:08 PM
Background image

بهاري سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!!

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د راتلونکي بهاري سمستر درسونه به له گرمسيرو پوهنتونونو سره هم مهال د چهارشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۴ لمريز کال . . .

Back to announcements