د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په تړاو د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Wed, Nov 04 2026 1:53 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت له پلان سره سم د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

دغه سيمينار چې د زراعت پوهنځي د اگرانومي څانگې استاد پوهنمل حميدالله حميد له لوري وړاندې شو، محصلينو ته يې د کتابتون ارزښت، د ګټورې مطالعې لارې چارې، په کتابتون کې د مطالعې اصول او نورو موضوعاتو په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د مطالعې پر ارزښت او اهميت ټينگار وکړ او همداراز يې د محصلينو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې وړ ده چې گډونوالو محصلينو د سيمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه. هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي او معلوماتي سيمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

Latest news

Wed, Nov 04 2026 2:02 PM
Background image

د زراعت پوهنځي استادانو ته د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو په هکله د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د پوهاوي دغه سيمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنځي د رئيس پوهندوی محمد حسن محمدي له لوري وړاندې شو، برخه‌والو ته يې د کيفيت لوړاوي يولس گونو معيارونو مطابق د علمي، اداري،. . .

Wed, Nov 04 2026 1:53 PM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په تړاو د پوهاوي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت له پلان سره سم د زراعت پوهنځي محصلينو ته له کتابتون څخه د استفادې او گټې اخيستنې په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

دغه سيمينار چې. . .

Wed, Nov 04 2026 1:41 PM
Background image

د زراعت پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د ۱۰۰ کرنيز کاروبارونه په کتاب کې ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرنيزو کاروبارونو د غوره او عملي طرحو جوړولو او د محصلينو د سوداگريزو وړتياوو د پياوړتيا په موخه د کرنې پوهنځي له گڼ شمېر محصلينو څخه د (۱۰۰ کرنيز. . .

BACK TO NEWS