د زراعت پوهنځي محصلينو ته د چاپېريال ساتنې اهميت، پر وړاندې يې ستونزې او حل لارې تر سرليک لاندې د پوهاوي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
Thu, May 21 2026 10:16 AM
SJAU

ياد يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

د سېمينار په ترڅ کې د ياد پوهنځي استاد پوهنمل محيب الله صافي له لوري د اسلام له نظره د چاپېريال ساتنې اهميت او ارزښت، چاپېريال د ککړتيا لاملونه، چاپېريال ته ورپېښې ستونزې، د چاپېريال ساتنې فردي او ټولنيز مسؤليتونه، چاپېريالي ستونزو د حل لارې چارې او نور بېلابېل موضوعات په پوره ډول تشرېح شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

Latest news

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

Tue, Aug 18 2026 2:46 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا پرېکړو د تشرېح په هکله يو ورځنی سېمينار داير شو

د پوهاوي په دغه سېمينار کې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله. د سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي. . .

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

BACK TO NEWS