د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرانکريم ترجمې او تفسير درس پيل شو

Abdullah Saeed
Wed, Jul 31 2024 10:41 AM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري نن ورځ د خپلو ديني او اصلاحي درسونو پر دوام د پوهنتون په اداري ودانۍ کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرانکريم ترجمې او تفسير درس پيل شو، چې تر دې وروسته به په رسمي ورځو کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم دوام ولري.

پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د ياد درس په پرانيسته کې د قرانکريم پر اعجاز، د تلاوت پر اهميت او ادابو تفصيلي خبرې وکړې او د پوهنتون منسوبين يې په درس کې فعال گډون ته راوبلل.

پای کې نوموړي د ياد آمريت نوی گمارل شوی مبلغ مولوي عبيدالله نعماني د پوهنتون منسوبينو ته ور وپېژاند او د نن ورځې درس يې د خير په دُعاء سره پای ته ورساوه.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS