د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د جوازه نه لرونکي(شرعیاتو) پوهنځي له فارغانو څخه د سویې د تثبیث ازموینه واخیستل شوه

Abdullah Saeed
Sat, Aug 05 2023 2:05 PM
SJAU

د لوړو زده کړو وزارت څخه د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د ريیس په مشرۍ راغلي پلاوي د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د رهبرۍ او استادانو په ملتیا د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د جواز نه لرونکي شرعیاتو پوهنځي څه له پاسه(۴۰۰) فارغانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، چې بریالي ګډونوال به یې د تحصیلي اسنادو ترلاسه کولو په موخه جواز لرونکو لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو ته معرفي شي.

ازموینې د پیل په مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب راغلي پلاوي او د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ؛ فارغانو ته ازموينې د پوره نظم ساتلو سپارښتنه وکړه.

لوړو زده کړو وزارت، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ريیس استاد شاکر الله وحيدي وويل: دا ازموينه د ځانګړي طرزالعمل په رڼا کې په پوره شفافيت سره اخيستل کېږي چې حق به حقدار ته وسپارل شي.

غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزيابۍ رييس انجينير سيد اسماعيل روحاني او د تنویر لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې مؤسس استاد زاهد هم په خپل وار خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده؛ هغه خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه، پوهنځي، ديپارتمنتونه، دويمې او درېیمې شعبې چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا یې د فعالیت جواز نه درلود، د ا.ا.ا د ریاست الوزرا قدرمن مقام د حکم پر اساس یې فعالیت بند شوی او برحاله محصلان یې جواز لرونکو لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو ته تبدیل شوي او له فارغانو یې د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل کېږي، چې تر بریالیتوب وروسته به د جواز لرونکو لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو له لارې د فراغت اسناد ورکول شي.

Latest news

Wed, Apr 08 2026 2:52 PM
Background image

د محصلينو تر منځ د حسنِ قرائت سيالي ترسره شوه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د لارښوونې پر بنسټ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځيو لسگونو. . .

Wed, Apr 08 2026 2:28 PM
Background image

په نوې ودانۍ کې پوهنتون د عمومي کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د عمومي کتابتون لپاره د لازمو اسانتياوو په رامنځته کولو سره نوې ودانۍ ترميم او نن ورځ د کونړ ولايت د محترم والي صاحب له لوري د پوهنتون رهبرۍ او د نورو. . .

Tue, Apr 07 2026 3:21 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS